دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 181310
هلمند کې د کوکنارو کښت د بدیل «الویرا» ترویجولو هڅې
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې د «الویرا» په نوم طبي بوټي د کر کیلې پراخولو هڅې پيل کړي دي.

هلمند چې نسبت د افغانستان نورو ولایتونو ته پکې زیات کوکنار کرل کېږي، د کرنې ریاست مسؤلین یې پر ځای د «الویرا»بوټی ښه بدیل بولي.
یاد چارواکي وايي چې الویرا بوټي په نورو ولایتونو کې ښه نتیجه ورکړې او دوی هم هڅه کوي چې د یاد بوټي په کښت سره په دغه ولایت کې د کوکنارو د کر کیلي کچه راټیټه کړي.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنیر زلمي الکو د سې شنبې په ورځ د «کب پر۲۱مه» امریکا غږ ته وویل چې په مرکز لښکرګاه کې د نمونې په ډول الویرا بوټی کرلی او کروندګرو ته یې د ګتو په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.
ښاغلي الکو زیاته کړه چې د دغه بوټي د کرلو په اړه عامه پوهاوی به تر ولسوالیو هم وغځوي تر څو خلک د کوکنارو د کښت پر ځای د الویرا طبي بوټي کرکیلي ته مخه کړي.
د هلمند چارواکي‌ وايي الویرا د کوکنارو د کښت یو ښه بدیل دی
د هلمند چارواکي‌ وايي الویرا د کوکنارو د کښت یو ښه بدیل دی
هغه وویل:"د هلمند ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د کوکنارو د بدیل پر ځای د نورو بوټو معرفي کولو د کرلو پر سر کار کوي چې، په دې وروستیو کې الویرا طبي بوټي په ګڼو ولایتونو کې ښه پایلې ورکړي‌ دي، نو په هلمند کې هم هڅه کېږي چې د کوکنارو دبدیل پر ځای د الویرا بوټی کر کیله ترویج شي."
الویرا یا "آلوئه ویرا" یو طبي بوټی دی چې د هغه له محصول څخه د پوستکې د ښکلا، معدې او خولې ناروغیو، د مسمومیت ضد او سر ورېښتانو ناروغیو په درملنه کې ورڅخه استفاده کېږي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت هم په روان کال کې ویلي و چې د دغه بوټي کښت په بادغیس، فراه او ننګرهار ولایتونو کې مثبته نتیجه ورکړې ده او همدارنګه د الویرا په کښت سره په فراه او بادغیس کې د کوکنارو کښت صفر ته راکښته شوی دی.
افغان چارواکي وايي، چې یاد بوټی په سیمه او نړۍ کې تود بازار لري.
د هلمند د کرنې ریاست مسؤلین وايي چې الویرا بوټي په کال کې پنځه ځله اوبو ته اړتیا لري‌ چې دا د کروندګرو لپاره یوه لویه اسانتیا ده.
یاد مسؤلین وايي، چې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کرکیلې د بدیل لپاره یې د الویرا بوټي ترڅنګ د نورو طبي بوټو د کرکیلې پر ترویجولو هم کار پيل کړی دی.
هلمند کې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاین
هلمند کې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاین
ښاغلي الکو وویل:"موږ د کوکنارو د بدیل لپاره د کېلې، نارنجو، خورما، لب لبو، ګني او نورو بوټو ترویجولو ته هم کار کوو."
هلمند ښه هوا، پراخې هوارې ځمکې او د اوبو زېرمې لري چې د غنمو، مالوچ او نورو کرنیزو توکو د کرلو لپاره هم مناسب ولایت بلل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjvvevyuqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته