دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 181313
بغلان ولایت کې د طالبانو سرې قطعې دوه تنه جګړه ماران وژل شوی
په بغلان ولایت کې د طالبانو سرې قطعې ته تلفات اوښتې دي.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو اتمې لوا قوماندان عباس توکلي وايي، تېره شپه په مرکزي بغلان کې د نښتو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې دوه جګړه ماران وژل شوي او څلور نور يې ټپيان شوي دي.
د افغان قواوو دغه قوماندان وايي، په نښتو کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي، خو هېڅ امنیتي پوسته د طالبانو لاس ته نه‌ده لوېدلې.
تردې مخکې طالبانو رسنیو ته په يوه پیغام کې ويلي وو چې د مرکزي بغلان په سیمه کې يې دوه امنيتي پوستې نيولي او افغان امنیتي ځواکونو ته یې زيان رسولی دی.
په همدې حال کې پرون د پلخمري په چشمه شېر سیمه کې طالبانو د تېلو څلورو ټانکرونو ته اور ورته کړی دی.
 
https://avapress.com/vdccssqs12bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته