دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۳
د مطلب کود : 181325
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د انلاین پاسپورت سېستم پرانیست
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د اسان خدمت ادارې په لومړي ځل په افغانستان کې د انلاین پاسپورت سېستم افتتاح کړ.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د اسان خدمت اداره وايي، د دې لپاره چې افغانانو ته د پاسپورتونو په اخیستنه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي، د لومړي ځل لپاره یې په هېواد کې د پاسپورت انلاین سېستم ایجاد کړ.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي د سې شنبې په ورځ د (انلاین پاسپورت) سېستم په افتتاح کې وویل، له دې وروسته به هېوادوال د پاسپورت د اخیستو پېچلی بهیر نه بشپړوي، بلکې په دې برخه کې یې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
د
ه وویل:
"خدمتونه یې دومره اسانه کړي چې یوکس ته ورځې، ستا ټول کارونه هلته درته خلاصوي، حتی ستاسو پاسپورت، تذکره، لایسنس او جوازسیر، هغه کور ته در وړي، دا لومړنی قدم دی چې د پاسپورت په برخه کې ږدو، کوښښ کوو چې ټولو ولایتونو او له هغه وروسته ټولو قونسلګریو او سفارتونو ته یې ورسوو، د ټول ملک لپاره پاسپورت باید یو سېستم وي او هغه باید مرکزي سېستم وي."
د پاسپورت انلاین سېستم په هوايي او ځمکنیو سرحدونو کې وصل شوی او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزیر په وینا، دغه سېستم منظم راپور هم ورکوي.
له دغه سېستمه ګټه اخیستنه داسې ده چې یو ځانګړی کس د پاسپورت اخیستنې لپاره (www.passport.moi.af اوwww.asan.gov.af) ته معراجعه کوي او د انلاین پاسپورت فورمه ډکوي او خپله سېستم کې بانکي تعرفه ترتیب کېږي او همداشان سېستم د بایومټریک او د اسنادو د ځېړنې وخت ټاکي.
د دغې پروسې له بشپړېدو وروسته په فورمه کې له مشخص شوې ځانګړې پوسته خانې خپل پاسپورت ترلاسه کوي.
د اسان خدمت اداره چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ په وزارت کې فعالیت کوي، هدف یې په دولتي ادارو کې د سهولتونو رامنځته کول او د کارونو ساده کول دي.
له دې وړاندې ډېری افغانانو د پاسپورت په اخیستو کې له ستونزو سر ټکاوه او ځیني وخت هم د یوکس د څو پاسپورتونو د اخیستو راپورنه هم ورکړل شوي دي.
دغې ادارې د دې لپاره چې د پاسپورت په اخیستو کې پېچلې پروسه بلل شوې وه، د پاسپورت انلاین سېستم رامنځته کړ او اوس له دوو کلونو وروسته دغه سېستم په رسمي ډول د پاسپورت په ریاست کې افتتاح شو.
اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغې پروسې په پلي کېدو سره به د پروسې له پېچلتیا او فساده مخنیوی او هغه کسان چې نومونه یې په تورلېست کې درج وي او یا په جرم مرتکب شوي وي، پېژندل کېږي او د پاسپورت د اخیستو حق نه لري.
د دغه وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي:


"نه یوازې دغه سېستم خدمتونه چټکوي، بلکې فساد او ټول هغه موارد چې تشویشونه رامنځته کوي او هغه راپورنه چې خپاره شوي، کولی شي چې ورسره کومک وکړي، اوس یې ظرفیت په ورځ کې له زرو تر لس زرو دی، د وخت په لحاظ، موږ بدیله پروسه معرفي کړې ده."
دغه سېستم یوازې په کابل کې رامنځته شوی او د کورنیو چارو وزارت په خبره، ډېر ژر به دغه سېستم په ولایتونو کې هم عملي شي.
د افغانستان د پاسپورت ریاست وايي، د دغه سېستم په اساس په یوه ورځ کې ۱۰۰۰۰ کسان کولی شي چې پاسپورت واخلي او په خبره یې، اوس یوازې د ورځې شااوخوا ۲۰۰۰ تنه کولی شي چې پاسپورتونه ترلاسه کړي.
خو له دې ټولو سره دغه اداره د خپلو کارونو په وړاندې د ستونزو یادونه هم کوي او د دغې پروسې د بریالیتوب لپاره په لوړ ظرفیت انټرنیت باندې ټینګار کوي.

 
https://avapress.com/vdcf0ydytw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته