د بادغیس د والي وياند جمشېد شهابي نن وويل چې په نښتو کې ۴۲ سخت دريځي وژل شوي او پنځلس افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
شهابي وايي، په دغو پوستو کې د یو شمېر نورو سرتېرو برخلیک نه دی معلوم.
د دفاع وزارت ویاند قیس منګل وويل چې د شنبې په ورځ د طالبانو تر حملو وروسته حکومت بالامرغاب ولسوالۍ ته د هوايي ځواکونو ملاتړ لېږلی دی.
دی وايي، په ټوله کې شل سرتېري وژل شوي او شل نور برمته نيول شوي دي.
منګل زیاته کړه، طالبانو پر څلورو امنیتي پوستو حملې وکړې او جګړه اوس هم دوام لري.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دا حمله طالبانو کړې او ادعا يې کړې چې دوی ۲۸ سرتېري برمته نيولي دي.