دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۷
د مطلب کود : 181343
د افغانستان حکومت هیله من دی، چې د قطر خبرې (بین الافغاني) شي
په داسې حال کې، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو خبرې شپاړسمې ورځې ته وغزیدې او افغان حکومت هم غواړي، چې دا خبرې ژر تر ژره د افغانانو ترمنځ خبرې شي.

په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکایي پلاوي په مشرۍ د زلمي خلیلزاد او طالب پلاوي په مشرۍ د ملابرادر تر منځ د دوحې د خبرو ۱۶ ورځ هم تېره شوه.
که څه هم د قطر د خبرو کومه پایله د خبرو له خونې نده راوتلې؛ خو په کابل کې سپیدار ماڼۍ د دوحې د خبرو نسکوره بڼه وړاندې کوي او څرګندوي، چې بنسټیزې خبرې به هغه وخت پیل شي، چې طالبان د افغان حکومت له پلاوي سره مخامخ خبرې وکړي.
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وایي؛ زمونږ تمه داده، چې د دوحې خبرې پایلې ته ورسیږي، ځکه یوه برخه د دې خبرو( بین الافغاني) ده او اصلي خبرې هغه مهال پیلیږي، چې د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي.
افغان سیاسیون په دې باور دي، چې د افغانستان حکومت باید په قطر کې د طالب او امریکایي پلاوو له روانو خبرو خبر وي او خبرې هم دومره پتې نه وي.
د ولسي جرګې غړی نعیم لالی حمیدزی وایي؛ عام وګړي سره لدې هم د خبرو له بهیره نه خبریږي؛ خو د افغانستان حکومت باید خبر وي او دا ډېره اړینه ده، چې مونږ پخپل برخلیک پوه شو.
سیاسي کارپوه احمد سعیدي ویلي، چې سوله د خلکو حق دی؛ خو حکومت ترې څنډې ته ساتل شوی او مونږ پوهیږو، چې دا د شرم وړ ده او نور مو پر برخلیک پرېکړې کوي.
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې دا مهال د طالبانو او امریکایانو خبرې د شویو هوکړو پر جزئیاتو را څرخي.
څارونکي اندېښمن دي، چې له طالبانو سره د امریکایانو د سولې هوکړه او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو بېړني وتل به په دې هېواد کې د سولې راتلونکی برخلیک له ګواښونو سره مخ کړي.  
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjydymw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته