دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۳۱
د مطلب کود : 181349
امریکا په روان کال کې د سولې د خوندي کولو په هڅه کې ده- جاتان کوهن
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا سفیر ټینګار کړی، چې هېواد یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو په تړاو د وروستي جوجاړي هڅه نکوي، بلکې غواړي افغانستان نور نړۍ ته ګواښ نه وي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د نړۍ یو شمېر استازیو د افغانستان د سیاسي او امنیتي حالاتو په اړه ناسته جوړه کړه.
امریکا په دې ناسته کې ژمنه وکړه، چې ټول ځواک به کاروي او افغانستان به له سولې برخمن کړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی جاتان کوهن څرګنده کړې؛ د امریکا متحده ایالتونه خپل ټول نفوذ ته په کتو له سیاسي ګوندونو او افغان دولت سره ژمنه کوي، چې ۲۰۱۹ کال به افغانستان ته د سولې کال جوړوي. متحده ایالتونه د خپلو ځواکونو ایستل نه غواړي، بلکې غواړي ډاډمن شي، چې  افغانستان بیا نورو هېوادونو ته ګواښ نشي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر هم  ویلي، چې هېواد یې تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وزلي نبینزیا  وایي، چې مونږ په رښتیا لیواله یو، چې په افغانستان کې ملي پخلاینه هر څه ژر پیاوړې کړو. مونږ د افغانستان د سولې بهیر د چټکټیا لپاره خپله مرسته هم اعلاموو.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې ځینو نورو هېوادونو هم د (بین الافغاني) خبرو په تر سره کیدو ټینګار کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازی کرستوف هیوسجن وایي: لکه، چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وویل؛ اړتیا ده، چې طالبان له افغان دولت سره خبرې وکړي، افغانان غواړي، چې په خپلو کې سوله وکړي او باید دا خبرې هر اړخیزې، پراخ بنسټه او د افغانانو په مشرۍ وي.
په ملګرو ملتونو کې د اندونیزیا سفیر دیان تریان دیاني وایي؛ اندونیزیا په دې حساسو شرایطو کې د افغان دولت او خلکو په خوا کې ده، چې دا هېواد دایمي سولې او ټیکاو ته ورسیږي او په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو په بشپړ ډول ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار په خپل یو تویت کې لیکلي؛ پاکستان ډاډ ورکړی، چې د ترهګرو پر ضد په مبارزه کې به جدي ګام پورته کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcba8b89rhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته