دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 181359
د نړۍ ګڼو هېوادونو د بوینګ ۷۳۷ مَکس ۸ الوتکو الوتنې ځنډولي
د نړۍ ګڼو هېوادونو د بوینګ ۷۳۷ مَکس ۸ ( MAX 8) الوتکو الوتنې ځنډولې دي.

د نړۍ د ځینو هېوادونو هوايي شرکتونه دا ګام وروسته له هغې اخلي چې د ایتوپیا د هوايي شرکت د یوې همدې ماډلې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۵۷ تنه ووژل شول.
د ناروی، بریتانیا، استرالیا، چین، مالیزیا، سنګاپور، اندونیزیا، برازیل، مکسیکو او هند هوايي شرکتونو د دوشنبې په ورځ د بوینګ (737 مَکس 8) الوتکو الوتنې بندې کړې. جرمني او فرانسې لا مخکې ورته اقدام کړی و.
ایسا (EASA) یا د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ټولنې د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل، په ټوله اروپا کې د دې الوتکو الوتنې ځنډول شوې دي.
دغه الوتکې د الوتک جوړونې امریکايي شرکت بوینګ تولیدوي.
د دې الوتکو پروژه چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پرانیستل شوه، د روان کال د جنورۍ تر میاشتې یې ۳۵۰ دا ماډل الوتکې جوړې کړې دي.
په تېرو شپږو میاشتو کې له دې الوتکو څخه دوه یې د لوېدو د خونړیو پېښو سره مخ شوې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpsqso2bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته