دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 181388
عبدالله عبدالله: که د طالبانو هوکړه رښتیا وي، دا یو ښه خبر دی
د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، که طالبانو هوکړه کړې وي چې نور له ترورېستانو ملاتړ نه‌کوي، نو دا د خوښۍ خبر دی.


وروسته له هغې چې ګویا طالبانو د القاعده په ګډون له ټولو ترورېستي ډلو سره د اړیکو د پرې کولو هوکړه کړې، اجرائیه ریاست ظاهراً دغې هوکړې ته خوشبین ښکاري.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۲» د حزب وحدت د وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري په ۲۴م تلین غونډه کې خبرې کولې، وویل چې که دا هوکړه رښتینې وي، نو د افغانستان یو څه ستونزې حلولی شي.

ده زیاته کړه:
"نن داسې بحثونه او خبرونه اورېدل کېدل چې طالبانو هوکړه کړې چې نور له ترورېستي ډلو ملاتړ نه‌کوي او خپلې اړیکې ورسره پرې کوي او له دغو ډلو سره مقابله کوي، که دا نشر شوي خبرونه رښتیا وي او موږ هیله لرو چې رښتیا وي، نو په دې سره د افغانستان د یوې برخې ستونزه حل کېږي او دا یو ښه خبر او ښه قدم دی."
د راپورونو په اساس، په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ۱۶ ورځنۍ خبرې اترې د سې شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په دې اړه په خپل یوه ټویټ کې لیکلي دي چې سوله په څلورو برخو کې هوکړې ته اړتیا لري، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ډاډ، د ځواکونو وتل، بین‌الافغاني خبرې او پراخ او جامع اوربند.
 
 
د ښاغلي خلیل‌زاد په وینا، د هوکړې په مسوده کې په لومړنیو دوو مواردو یعنې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر ډاډ او له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه توافق ته رسېدلي دي.
طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره تأیید کړې چې د مذاکراتو په دې بهیر کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو په ضرر د افغان خاورې د نه‌‌کارولو پر موضوع تفصیلي بحثونه وشول.
په همدې حال کې د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش چې د عبدالعلي مزاري په ۲۴م تلین غونډه کې یې خبرې کولې، وویل چې سوله باید په افغانستان کې د دولت جوړونې په وړاندې خنډ ونه‌ګرځي.
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
نوموړي وویل:
"سوله باید انحصار نه‌شي او د برترۍ هڅه په‌کې ونه‌شي او باید خلک فکر ونه‌کړي چې د سولې له لارې د نورو په سرنوشت حاکم شي، موږ په دغسې فکرونو هېڅکله یوې تلپاتې سولې ته نه‌شو رسېدای، دولت جوړونه باید دوام ولري او سوله‌يې د خنډ لامل نه‌شي."
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړې او د سولې د مرکچي پلاوي غړې شاه ګل رضايي په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره په سوله کې باید له دقت او فکره کار واخیستل شي، تر څو تېرې ۱۸ کلنې لاسته راوړنې تر سیوري لاندې رانه‌ولي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevz8zvjh8vxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته