افغان ولسمشر په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په غبرګون کې امنیتي مسؤلین د وضاحت لپاره غوښتي دي.
ولسمشر غني د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په غبرګون له امنیتي مسؤلینو د وضاحت غوښتونکی شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 حوت 1397 ساعت 17:04
افغان ولسمشر په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په غبرګون کې امنیتي مسؤلین د وضاحت لپاره غوښتي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې امنیتي چارواکي د وضاحت لپاره غوښتي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هوايي حملو له امله لسګونه ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۲» یوې غونډې ته په وینا کې ټينګار وکړ چې ملکي تلفات ورته د زغملو نهدي.
ده وویل:
"په هېڅ صورت کې ملکي تلفات د زغملو وړ نهدي، کوم راپورونه چې رارسېدلي، ټول جدي نیول شوي او نن د امنیتي او دفاعي ادارو ټول مسؤلین راغوښتل شوي، څو وضاحت ورکړي او په راتلونکي کې ملکي تلفات صفر ته ښکته کړو."
ولسمشر محمد اشرف غني داسې مهال د ملکي تلفاتو د نهزغم خبره کوي چې په تېرو ۱۲ ورځو کې له میدان وردګ، غزني، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو څخه د ملکي تلفاتو راپورونه ورکړل شوي.
په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې، په تېرو ۱۲ ورځو کې په جګړو کې ۷۲ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۰۷ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي تسل وویل چې د یادو ولسي وګړو له ډلې ۴۱یې د حکومتي او نړیوالو ځواکونو او ۳۲ نور یې د وسلهوالو مخالفینو لهخوا وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسلهوالو مخالفانو لهخوا ملکي وګړو ته تر ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي ازادي راډيو ته وویل، د دوی د موندنو په اساس، دغو هوايي حملو کې تر ډېره تلفات ښځو او ماشومانو ته اوښتي دي.
نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ، څو هغه کسان مجازات کړي چې هوايي حملو کې يې ملکیانو ته تلفات اړولي.
د مطلب کود: 181393