کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل د جنايي تحقیقاتو ریاست منسوبینو د ۶ کلنې ماشومې د وژنې عاملین نیولي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 حوت 1397 ساعت 17:43

شپږ کلنه مهسا د روانې حوت میاشتې په ۱۹مه نېټه د کابل ښار د یولسمې ناحیې خیرخانې سیمه کې د اختطاف کوونکو لخوا وتښتول شوه، چې وروسته یې د خوشي کولو په بدل کې له کورنۍ نه د درې لکه امریکایي ډالرو غوښتنه وکړه.



د پیښې عاملینو د ماشومې له کورنۍ د درې لکه امریکایي ډالرو غوښتنه کړې وه، چې وروسته یې مړی تر یو پل لاندې پیدا شو.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وویل چې د یادې پیښې عاملین نن په کابل ولایت د جنايي تحقیقاتو ریاست د منسوبینو لخوا نیول شوي.
رحیمي وویل چې د یادې پیښې د خبر رسیدو سره سم، د کابل د جنايي تحقیقاتو ریاست منسوبنیو نه ستړې کیدونکې هڅې وکړې او له ۲۴ساعتونو وروسته پولیسو د پیښې دوتنه تنه عاملین ونیول.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼې کې راغلي چې ولسمشر غني د کوچینۍ ماشومې مهسا د اختطاف کوونکو وحشي کړنې سخت اغیزمن کړی دی. ولسمسر ټینګار وکړ چې د داسې وحشي جنایتکارانو کړنې د منلو وړ ندي، اړوند ادارو ته یې امر کړی چې د یادې قضیې په اړه په جدی توګه لاس په کار شی او د پیښې عاملین د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې مجازات کړي.
 


د مطلب کود: 181397

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181397/د-کابل-جنايي-تحقیقاتو-ریاست-منسوبینو-۶-کلنې-ماشومې-وژنې-عاملین-نیولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com