دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۳
د مطلب کود : 181397
د کابل د جنايي تحقیقاتو ریاست منسوبینو د ۶ کلنې ماشومې د وژنې عاملین نیولي دي
شپږ کلنه مهسا د روانې حوت میاشتې په ۱۹مه نېټه د کابل ښار د یولسمې ناحیې خیرخانې سیمه کې د اختطاف کوونکو لخوا وتښتول شوه، چې وروسته یې د خوشي کولو په بدل کې له کورنۍ نه د درې لکه امریکایي ډالرو غوښتنه وکړه.

د پیښې عاملینو د ماشومې له کورنۍ د درې لکه امریکایي ډالرو غوښتنه کړې وه، چې وروسته یې مړی تر یو پل لاندې پیدا شو.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وویل چې د یادې پیښې عاملین نن په کابل ولایت د جنايي تحقیقاتو ریاست د منسوبینو لخوا نیول شوي.
رحیمي وویل چې د یادې پیښې د خبر رسیدو سره سم، د کابل د جنايي تحقیقاتو ریاست منسوبنیو نه ستړې کیدونکې هڅې وکړې او له ۲۴ساعتونو وروسته پولیسو د پیښې دوتنه تنه عاملین ونیول.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼې کې راغلي چې ولسمشر غني د کوچینۍ ماشومې مهسا د اختطاف کوونکو وحشي کړنې سخت اغیزمن کړی دی. ولسمسر ټینګار وکړ چې د داسې وحشي جنایتکارانو کړنې د منلو وړ ندي، اړوند ادارو ته یې امر کړی چې د یادې قضیې په اړه په جدی توګه لاس په کار شی او د پیښې عاملین د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې مجازات کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceoz8zfjh8vxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته