دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۷
د مطلب کود : 181399
ولسمشر غنی: د افغانستان یو قوم په حیث د ساداتو پیژندنې فرمان به سبا صادر شی
محمداشرف غني پرون د کب په ۲۱ مه ماسختن د ساداتو قوم له یو شمېر مشرانو، متنفذینو، علماو او ځوانانو سره، په کتنه کې ویلي،د قوم په توګه د افغانستان د ساداتو د پیژندنې فرمان به سبا صادر کړي.

د ارګ له لوري د خپرې خبر پاڼه په حواله ولسمشر غني د ساداتو قوم ته په خطاب کې ویلي چې،” د افغانستان سادات یوه نمونه او مفکوره دي چې په ټولنیزو علومو کې ورته معنوي پانګه وایي او دا ستاسو له نسب څخه سرچینه اخلي”.
 د خبر پاڼې په حواله ولسمشر غني، د سادات قوم د لویو شخصیتونو لکه سیدجمال الدین افغان، شهید سیداسماعیل بلخي، شهیدسیدبهاوالدین مجروح، مرحوم پیرسیداحمدګیلاني او د هیواد د مشهور شاعر فروغ نادري نومونه یاد کړي دي.
ولسمشر غني د ساداتو له قوم سره په دغې کتنه کې ژمنه کړې ده چې ، د قوم په توګه د افغانستان د ساداتو د پېژندنې لپاره سبا تقنیني فرمان صادرېږي.
 
https://avapress.com/vdcgyq9qyak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته