دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۴
د مطلب کود : 181400
کندز ولایت کې طالبانو یو مهم ډلګۍ مشر د ۶ تنو طالب جګړه مارانو سره ووژل شو
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، په کندز ولایت کې د طالبانو یو مهم ډلګۍ مشر چې په واثق مشور دی له ۶ تنو نورو طالب جګړه مارانو سره په یوه هوایي حمله کې وژل شوی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو له لوري په خبره شوې خبر پاڼه کې راغلي، په خان آباد ولسوالۍ کې د طالب جګړه مارانو پر قطار هوایي برید شوی او پایله کې یې د ملا علاوالدین په ګډون ۷ طالب جګړه ماران وژل شوي دي.
د خبر پاڼې په حواله، ” د خان آباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو مهم ډلګۍ مشر ملا علاوالدین چې په واثق شهرت لري، تېره شپه ۱۲:۳۰ د یوه هوایي برید پر مهال له خپلو ۶ تنو نورو اورپکو سره په داسي حال کې ووژل شو چې د کندز د خان اباد ولسوالۍ د خواجه پسته سیمې پر لور روان وو. د لارې په اږدو کې د کشفي ټیمونو لخوا تر پیژندنې وروسته په نښه او له منځه یو وړل شول”.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د اعلامیې په خبره دغه کس د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم ډلګۍ مشر و چې په تروریستي او تخریبي بریدونو کې یې اساسي نقش درلود.
 
https://avapress.com/vdcjyvevyuqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته