د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني به اذربایجان ته د سفر پرمهال د باکو په نړیواله مجمع کې د خپلو څرګندونو ترڅنګ، په سیاسي، اقتصادي، او فرهنګي برخو کې د هغه هېواد له چارواکو سره هم خبرې وکړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په دی اړه وویل، ولسمشر به د اذربایجان مرکز باکو ته د خپل سفر پرمهال په بېلابېلو برخو کې له هغه هېواد سره یو لړ هوکړې هم لاسلیک کړي.
ده وویل: ولسمشر به په دغه سفر کې د اذربایجان له جمهور رئیس الهام علي یوف سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ به په لا همکاریو او سیمه ییزو موضوعګانو نظرونه سره شریک کړي، همدارنګه به د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریل ګاډي د پټلۍ په جوړولو هم هوکړې لاسلیک کړي.
دی وایي، ښاغلی غني به په اذربایجان کې د (نظامي ګنجوي) نړیواله جایزه هم تر لاسه کړي.