کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني اندړو ولسوالۍ کې لاریون نن ماښام پای ته رسید

22 حوت 1397 ساعت 21:07

د غزني د اندړو ولسوالۍ لاريون نن ماښام پاى ته ورسېد او د وژل شويو کسانو جسدونه يې خاورو ته د سپارلو په خاطر يوړل.



تېره ورځ سهار نهه بجې د غزني د اندړو ولسوالۍ په لېوانو سيمه کې بهرنيو ځواکونو بمبار وکړ چې د سيمې اوسېدونکي وايي چې په دې بريد کې ١٢ ملکي وګړي وژل شوي، خو چارواکي وايي چې بريد کې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
تېره ورځ مازيګر د سيمې خلکو د وژل شويو کسانو جسدونه د اعتراض په توګه غزني ښار ته راوړي وو او تر نن ماښامه يې د کابل – کندهار لاره هم تړلې وه.
خو نن ناوخته يوه لاريون کوونکي حاجي عبدالله رسنیو ته په دی اړه وویل چې د ولايت چارواکو ورسره ژمنه وکړه چې دا پېښه به څېړي او په راتلونکي کې به ورته پېښې نه تکرارېږي.
د ده په وينا، دوى هم د مؤقت وخت لپاره اعتراض پاى ته ورساوه.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري ژپواک ته ووايل چې والي د اعتراض کوونکو له استازو سره په کتنه کې وويل، ٧ کسيز پلاوى به چې څلور تنه به د ادارو او درې تنه د سيمې قومي مشران وي، دغه پېښه به له نږدې وڅېړي.
دى زياتوي، وروسته به د پېښې معلومات له خلکو سره شريک شي.
 


د مطلب کود: 181415

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181415/غزني-اندړو-ولسوالۍ-کې-لاریون-نن-ماښام-پای-ته-رسید

آوا
  https://www.avapress.com