کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند ته د افغانستان د صادراتو لومړۍ بېړۍ ورسېده

23 حوت 1397 ساعت 11:37

د ایران د چابهار بندر له لارې، هند ته د افغانستان د صادراتو لومړۍ بېړۍ ورسېده.


د ممبۍ سمندر غاړې ته د دې مالونو د رسېدو لپاره پرون ځانګړې غونډه جوړه شوې وه.
په‌دې مراسمو کې چې یو شمېر هندي چارواکو هم برخه اخېستې وه، افغان جنرال کونسل نسیم شریفي وویل، چابهار تردې وروسته یو خیال نه‌دی، دا لار په حقیقت بدله شوه او افغانستان اوبو ته مستقیمه لار پیدا کړه.
دا صادرات پنځه سوه اویا ټنه ته رسېږي، چې یو سل او دیرش ټنه یې خوراکي مواد او ۴۴۰ ټنه یې شو کاڼي «ټالک» دي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېر کال د چابهار بندر د پرانېستو په مراسمو کې هیله ښکاره کړې وه چې په راتلونکي کال کې به هند ته د افغانستان صادرات دوه برابره شي او دوه میلیارډه ډالرو ته به ورسېږي
 


د مطلب کود: 181432

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181432/هند-ته-د-افغانستان-صادراتو-لومړۍ-بېړۍ-ورسېده

آوا
  https://www.avapress.com