دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۹
د مطلب کود : 181461
جمهوررئیس غني او د اذربایجان جمهوررئیس په دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د باکو نړیوالې مجمع څنډه کې نن غرمه د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو، ټرانسپورټ او کانونو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په  اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس الهام علي اوف په تېرو څو کلونو کې د اذربایجان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر لا ښه کېدو د خوښي څرګندولو  ترڅنګ وویل، زموږ اړیکې چې ورځ تر بلې د لا پراخېدو په حال کې دي، هرکلی یې کوو.
نوموړي د کانونو په برخه کې ښو ظرفیتونو او له افغانستان څخه د مېوو او سبزیجاتو واردولو ته په اشارې وویل، د اذربایجان او افغانستان پلاوي به په دې اړه د ګډ کار په پایله کې د عمل پلان ترتیب او تطبیق کړي.
جمهوررئیس غني د جمهوررئیس الهام علي اوف مېلمه پالنې څخه په مننې د غوڅ ملاتړ ماموریت په  چوکاټ او د لاجوردو لارې پرانیسته کې د اذربایجان د فعالې همکارۍ او ونډې قدرداني وکړه او وې ویل، افغانستان به د نفت او ګازو د پېرلو لپاره له اذربایجان سره د دولت په  دولت قرارداد وکړي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو له امله صادرات او واردات اسانه شوي. هغه زیاته کړه، افغانستان د کرنې، انرژۍ، کور او سرک جوړولو په برخو کې د پانګونې ظرفیت لري.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان او اذربایجان پلاوي به له افغانستان څخه د مرمرو ډبرو، وچو او تازه مېوو او سبزیجاتو او کچالو د صادرولو په برخه کې یوه بسته د لېږد لپاره چمتو او عملي کړي.
محمداشرف غني نظامي ګنجوي د اذربایجان او افغانستان ګډه فرهنګي پانګه وبلله او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته یې د نوموړي په مناسبت د سیمینار جوړولو لارښوونه وکړه. هغه زیاته کړه، موږ به د تخنیکي زده کړو لپاره نور محصلین هم اذربایجان ته راولېږو.
د اذربایجان جمهوررئیس د جمهوررئیس غني د دې وړاندیز هرکلی وکړ او دواړو جمهوررئیسانو اړوندو مسوولینو ته د تخنیکې زده کړې د برخې محصلینو په اړه د عملي کار او همکارۍ لارښوونه وکړه.
همدارنګه د دغې کتنې په پای کې د دواړو جمهوررئیسانو په حضور کې د افغانستان او اذربایجان هیوادونو اړوندو استازو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یوه مواققتنامه، د کلتور او اورګاډي پټلیو په برخو کې د همکاریوتفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لاسلیک شوې موافقتنامه به په دواړو هیوادونو کې د موثرو او ډاډ وړ عامه خدماتو، مفکورو، معلوماتو، مهارتونو او تجربو شریکولو او د پانګونې د ترویج او ګډې سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي. 
د کلتوري همکاریو موافقتنامه به د دواړو هیوادونو او ملتونو د نږدېوالي او همدلي لامل شي او د یوبل د درک ترڅنګ به په دواړو هیوادونو کې فرهنګي بنسټونو او شخصیتونو ته د فرهنګي فعالیت اسانتیاوې رامنځته کړي.  
د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ تفاهم لیک به د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړونده برخه کې د دوه اړخیزو تخنیکي همکاریو، انکشاف، پانګونې، د دولتي او خصوصي سکتور د مشارکت زمینه برابره کړي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3q9qqak97t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته