دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۶
د مطلب کود : 181467
د بلخ پولیسو نوی قومندان د ځانګړو ځواکونو په ملتیا مزارشریف ته رسیدلی
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات وایي، د بلخ د پولیسو نوی قومندان جنرال عبدالرقیب مبارز د ځانګړو ځواکونو په ملتیا مزاري شریف ته رسېدلی او په دې برخه کې به د ولسمشر امر ‘بې له کوم ځنډه’ پلی کیږي.

د کورینو چارو وزرات د ولسمشر د امر  د پلې کیدو خبره هغه وخت وکړه چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور او د جمعیت اسلامي ګوند اجرئیه مشر د بلخ د نوي قومندان د ګمار نې په غبرګون کې د مزار پر اوسېدونکو  غږ کړی چې له کورنو دې بهر نه را وځي.
هغه په خپله فیسبوک پاڼه خپور کړي پیغام کې له هټیوالو غوښتي چې خپل دوکانونه خلاص نه کړي.
ښاغلي نور ویلي د ولسمشر دغه شان ګمارنې سیلقوي دي او دی به یې پر وړاندې ودریږي.
بلخوا د کورنیو چارو وزرات امنیتي مرستیال په خپله ټویټر پاڼه لیکلي د بلخ د پولیسو نوی مشر د ځانګړو ځواکونو په ملتیا مزار ته رسیدلي او په دې برخه کې به د ولسمشر حکم له ځنډه پرته پلي کیږي.
ده  د دغه ښار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې خپلې عادي چارې دې روانې وساتي او د امنیت له پلوه دې ډاډمن وي.
ښاغلي سادات په خپل ټویټر پاڼه لیکلي د بلخ امنیتي وضعیت ته په کتو ولسمشر محمد اشرف غني ددې ولایت لپاره نوی امنیه قومندان ټاکلی.
وموړي زیاته کړې چې د بلخ پخوانی امنیه قومندان نغواړي چې له دندې لرې شي او د دولت په وړاندې د مقاومت ګواښ یې کړی.
 
https://avapress.com/vdccesqsm2bq408.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته