له مزارشریفه د ازادي راډیو خبریال وايي چې د بلخ د لېرې کړل شوي امنیه قوماندان جنرال اکرم سامع د پلویانو او د پولیسو د ۸۸۸ قطعې د ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده.
د افغانستان حکومت تراوسه پورې پهدې اړه څه نهدي ویلي.
په مزارشریف ښار کې وروسته له دې وضعیت کړکېچن شو چې پخواني والي عطا محمد نور د نوي امنیه قوماندان له ټاکلو سره مخالفت وکړ او دوکاندارانو ته یې وویل چې دوکانونه او مارکیټونه بند کړي.
له بلېخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ نوی امنیه قوماندان جنرال عبدالرقیب مبارز به نن رسماً معرفي شي.
د کورنیو چارو وزارت نن تر غرمې مخکې په یوه خبرپاڼه کې وویل، د بلخ ولایت په اړه د دې وزارت وروستۍ څېړنې ښيې چې د دې ولایت په ځانګړي ډول د مزارشریف ښار، همدا راز د بلخ، چمتال، شولګرې او زارع ولسوالیو امنیت د اندېښنې وړ دی.
د کورنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې د غیر مسؤلو وسلهوالو کسانو موجودیت، د جنایتکارو بانډونو او تروریستي ډلو فعالیت سبب شوی چې د بلخ ولایت په یو شمېر سیمو کې وضعیت خراب شي او پر همدې اساس پرېکړه وشوه چې د بلخ ولایت د پولیسو په مشرتابه کې بدلون راوړل شي.
جنرال عبدالرقیب مبارز د جنرال اکرم سامع پرځای د بلخ نوی امنیه قوماندان ټاکل شوی دی.