کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ نوی امنیه قوماندان دغه ولایت امنیه قوماندانۍ ته معرفی شو

23 حوت 1397 ساعت 22:29

د بلخ نوی امنیه قوماندان د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلانو ته معرفي شو.



عبدالرقیب مبارز، د کورنیو چارو وزارت د یوه جنرال عبدالفتاح فروغ له لوري د امنیه قوماندانۍ مسوولانو ته معرفي شو.
تر دې مخکې د امنیه قوماندانۍ په شاوخوا کې د پخواني امنیه قوماندان د پلویانو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې چې ویل کېږي لږ تر لږه ۱۳ تنه په‌کې ژوبل شوي دي.
د بلخ د ابوعلي سینا روغتون سرطبیب ډاکتر نور محمد فیض رسنیو ته وویل چې په ټپیانو کې ۸ تنه پولیس دي.
له بلې‌خوا د بلخ د ولایتي شورا غړیو نن په‌داسې حال کې چې د پولیسو او غیر مسؤلو وسله‌والو ترمنځ نښته روانه وه، په یوه خبري غونډه کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
د ولایتي شورا رئیس افضل حدید وویل چې باید د بلخ د امنیه قوماندان د تبدیلی پر سر له زغمه کار واخېستل شي.
ده وویل چې بلخ د نوي کال د مېلې په درشل کې دی او ټاکل شوې ده چې زرګونه مېلمانه ورته راشي، نو باید په‌دې وخت کې وضعیت ناکرار نه کړل شي.
له بلې خوا د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د مزارشریف جګړه دسیسه بللې او له خلکو غوښتي چې د خپل «حیثیت» او «عزت» د دفاع لپاره راپورته شي.
د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته وویل چې ۲۵ غیر مسؤل وسله‌وال یې نیولي دي.
په همدې حال کې په بلخ کې د شاهین قول اردو مسؤلان وايي چې د اردو ځواکونه هم د پولیسو او د پخواني امنیه قوماندان د وسله‌والو کسانو ترمنځ په نښته کې د بلخ د نوي امنیه قوماندان په ننګه ښار ته استول شوي دي.
د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي په‌دې اړه نور جزئیات څرګند نه‌کړل، خو ویې ویل چې د خلکو امنیت ته د لومړیتوب ورکولو په خاطر د اردو ځواکونه میدان ته راوتلي دي.
د ملي اردو هليکوپټرونه هم د مزارشریف ښار دپاسه ګرځي.


د مطلب کود: 181482

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181482/د-بلخ-نوی-امنیه-قوماندان-دغه-ولایت-قوماندانۍ-ته-معرفی-شو

آوا
  https://www.avapress.com