دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 181491
د افغانستان ملي امنیت سلاکار زلمی خلیلزاد تورن کړی چی شخصي ګټو لپاره افغان حکومت سولې خبرو څخه لېری ساتلی
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلا کار حمدالله محب، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې تورن کړی چې ګواکې د شخصي کټو په اساس یې افغان حکوت د سولې په روانو خبرو کې څنډې ته کړی دی.

ښاغلي محب له امریکايي خبریالانو سره  په یوه ناسته  ادعا کړې، چې په افغانستان کې داسې انګېرنه ده، چې ښايي ښاغلی خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی، چې مشري به یې پخپله کوي.
د ښاغلي محب دغه بیساري څرګندونې پرون د واشنګټن له خوا سمدستي په کلکه رد شوې دي، واشنګټن دغسې څرګندونې د دواړو هېوادو اړیکو او د سولې بهیر ته زیان رسوونکې بللې دي.
د ښاغلي محب په وينا په خبرو کې ښکېل امريکايي مرکچيان دوى ته ډېر لږ مالومات ورکوي هغه زیاتوي هغسې چې باید د سولې په روانو خبرو کې روڼتیا وي اوس نه پکې لیدله کیږي.
په امریکا کې له خبریالانو سره، د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب دغه وروستۍ څرگندونې د دې مانا لري چې د سولې له روان بهیر څخه افغان حکومت پوره ناهیلی دی.
 
https://avapress.com/vdcjhvevvuqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته