دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 181492
نیوزیلنډ کرایس چرچ ښار کې دوو جوماتونو باندی برید کې ۴۹ تنه کسان وژل شوی
د نیوزیلنډ په کرایس چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو په برید کې ۴۹ کسان وژل شوي او او شل نور ټپیان دي.

د نیوزیلنډ صدراعظمې دا یو ترورېستي برید بللی دی.
له خبریالانو سره د خبرو پر مهال جاسینډا ارډین وویل، دېرش تنه د النور په جومات په برید کې وژل شوي او دوه نور د ښار په بله څنډه لینووډ کې پر یو بل جومات په برید کې وژل شوي دي.
د نیوزیلنډ صدراعظمه وايي، روښانه ده چې دا بریدونه یوازې ترورېستي بریدونه بلل کېدای شي.
ارډین زیاته کړې چې نیوزیلنډ په لوړه کچه د امینتې ګواښ په وړاندې د احضاراتو په حال کې دی.
نوموړې ویلي، څلور کسان چې د دې بریدونو په تړاو د پولیسو په توقیف کې دي، افراطي نظریې یې درلودې، خو د پولیسو د څار په لېست کې نه وو شامل.
د دغو بریدونو په قربانیانو کې څو تنو افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په استرالیا، نیوزیلنډ او فیجي کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه د یو افغان له وژل کېدو او درې نورو افغانانو د ټپي کېدو معلومات ور رسېدلي دي.
افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دا یو ترورېسي برید بللی او په سختو ټکو یې غندلی او ویلي یې دي، ترهګري هېڅ ډول مذهب او مشروعیت نه لري.
یو کس چې د برید پر مهال د النور په جومات کې موجود و، رسنیو ته یې ویلي چې بریدګر سپین پوستي وو، د خوندیتوب خولۍ او د مرمیو ضد واسکټونه یې پر تن وو.
وسله والو د سهار د لمانځه پر مهال دې جوماتونو ته ننوتل او پر لمونځ کوونکو یې ډزې وکړې.
 
https://avapress.com/vdcao6n6u49nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته