ترهګرو نن د نوزلېنډ پر دوو جوماتونو د جمعې لمانځه د ادا کولو پرمهال د برید په پایله کې یو شمېر لمونځ کوونکي شهیدان او ټپیان کړي دي.
په نیوزلېنډ کې پر لمونځ کوونکو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 حوت 1397 ساعت 14:48
ترهګرو نن د نوزلېنډ پر دوو جوماتونو د جمعې لمانځه د ادا کولو پرمهال د برید په پایله کې یو شمېر لمونځ کوونکي شهیدان او ټپیان کړي دي.
جمهوررئیس غني د دغه وحشیانه عمل د سخت غندلو پرمهال وویل، پر دغو جوماتونو تروریستي بریدونو یو ځل بیا وښوده چې تروریستان هیڅ دین او ائین ته درناوی نه لري او د ټول بشریت دښمنان دي.
جمهوررئیس یو ځل بیا د نړۍ پر ټولو هیوادونو د ترهګرۍ شومې پدیدې پر ضد له تفکیک پرته د ګډې مبارزې ټینګار وکړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د نیوزلېنډ حکومت، خلکو او د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي، د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.
د مطلب کود: 181540