دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 181546
عمران خان افغانستان کې د یو نوي حکومت رامنځته کېدو خبر ورکړ
د پاکستان صدراعظم عمران خان په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ پنځم پړاو خبرو ته په اشاره ویلي چې په افغانستان کې به په «نژدې» راتلونکې کې سوله راشي.

عمران خان پرون جمعه د «کب پر ۲۴مه» افغان پولې ته نژدې د باجوړ په سیمه کې د خلکو یوې غونډې ته ویلي چې د سولې اوسنی روان بهیر به په سیمه کې د ثبات، سوداګرۍ ښه کېدو او اقتصادي اسانتیاو لامل شي.
ښاغلي عمران خان ویلي:"له طالبانو سره مذاکرات پیل شول، که خدای ج غوښتي و، په افغانستان کې زموږ وروڼه به په نژدې راتلوونکې کې په سوله کې ژوند وکړي."
عمران خان حتا په افغانستان کې د یو نوي حکومت د تشکیل خبرداری ورکړ:"په افغانستان کې به یو ښه حکومت رامنځته شي، داسي یو حکومت چې د ټولو افغانانو استازیتوب به وکړي، جګړه پای ته رسېږي، او په هغه ځای«افغانستان کې» سوله رامنځته کېږي."

​د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم تېره اونۍ په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د پنځم پړاو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته په یادو خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی و.
د پاکستان صدراعظم پر داسې مهال د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د مذاکراتو په اړه دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت ویلي چې د دغه مذاکراتو د جزئیاتو په اړه معلومات نه لري.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په دې وروستیو کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د مذاکراتو پر بهیر په یو بې ساري او تند انتقاد سره وویل چې زلمی خلیلزاد د یادو مذاکراتو په اړه د افغانستان له حکومت سره مشوره نه کوي او په دې اړه ډېر لږ معلومات د افغانستان له حکومت سره شریک کېږي.
ښاغلي محب همدارنګه ویلي چې د امریکا او طالب استازو ترمنځ روانو مذاکراتو کې «هېڅ شفافیت» وجود نه لري، او زیاته یې کړه چې د افغانستان حکومت وروستۍ مرجع ده چې د دغه مذاکراتو څخه خبرېږي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د امریکا او طالب استازو ترمنځ پنځم پړاو مذاکراتو کې د پرمختګ په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي وروستیو څرګندونو ته په اشاره دا پوښتنه مطرح کړه په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت په دې اړه معلومات نه لري، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له یاد بهیر څخه څه ډول خبر لري؟

د افغانستان حکومت تل پاکستان له وسله والو طالبانو او حقاني شبکې څخه په ملاتړ او پناه ورکولو تورن کړی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اونۍ ویلي و چې د امریکا او طالب استازو ترمنځ مذاکراتو کې د طالبانو او پاکستان پر اړیکو هم باید بحث وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcay6n6i49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته