دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۵
د مطلب کود : 181558
په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي طرحه جمهوررئیس غني ته وړاندې شوه
په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر د فوق العاده امنیتي غونډو په لړ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ ، نن له غرمې مخکې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو او د غوڅ ملاتړ ماموریت استازو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیو په اړه خپلې طرحې د هېواد جمهوررئیس ته وړاندې او په هغه  اړه یې معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته د یادې طرحې د ښه والي په خاطر لارښوونه وکړه وې ویل، زمونږ موخه صفر ته د ملکي تلفاتو رسول دي. هغه زیاته کړه، په دغه طرحه کې دې اوږدمهاله ارزونې په پام کې ونیول شي چې سمې تطبیق شي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، ټول امنیتي ارګانونه مکلف دي د هغو عملیاتو جزئیات چې د ملکي تلفاتو احتمال پکې وي پر وخت له خلکو سره شریک کړي، ترڅو په دې اړه  د معلوماتي تشې مخنیوی وشي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، ټول امنیتي ارګانونه مکلف دي د هغو عملیاتو جزئیات چې د ملکي تلفاتو ادعاوې پکې شوې وي په اساسي توګه وارزوي او معلومات وړاندې کړي. هغه ټینګار وکړ، د ملکي تلفاتو په اړه د معلوماتو نه وړاندې کول د افغانستان د حکومت رهبري او خلکو ته د منلو وړ نه دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkf0fjyt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته