په دې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو او د غوڅ ملاتړ ماموریت استازو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیو په اړه خپلې طرحې د هېواد جمهوررئیس ته وړاندې او په هغه اړه یې معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته د یادې طرحې د ښه والي په خاطر لارښوونه وکړه وې ویل، زمونږ موخه صفر ته د ملکي تلفاتو رسول دي. هغه زیاته کړه، په دغه طرحه کې دې اوږدمهاله ارزونې په پام کې ونیول شي چې سمې تطبیق شي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، ټول امنیتي ارګانونه مکلف دي د هغو عملیاتو جزئیات چې د ملکي تلفاتو احتمال پکې وي پر وخت له خلکو سره شریک کړي، ترڅو په دې اړه د معلوماتي تشې مخنیوی وشي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، ټول امنیتي ارګانونه مکلف دي د هغو عملیاتو جزئیات چې د ملکي تلفاتو ادعاوې پکې شوې وي په اساسي توګه وارزوي او معلومات وړاندې کړي. هغه ټینګار وکړ، د ملکي تلفاتو په اړه د معلوماتو نه وړاندې کول د افغانستان د حکومت رهبري او خلکو ته د منلو وړ نه دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)