دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 181569
افغان حکومت د عمران خان پر څرګندونو سخت اعتراض کړی
افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نوي افغان حکومت د جوړیدو په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستیو څرګندونو ته تند غبرګون ښودلی او پر دغو څرګندونو د اعتراض لپاره یې نن د شنبې په ورځ (کب ۲۵مه) په کابل کې د پاکستان شادافیر دغه وزارت ته ورغوښتی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د ښاغلي عمران خان د جمعې د ورځې څرګندونې د افغانستان په چارو کې د پاکستان بربنډه مداخله وګڼله.
ښاغلي احمدي وویل " پرته له شک څخه دا د افغانستان په کورنیو چارو کې یوه بربنډه لاس وهنه ده. نن مونږ د پاکستان د سفارت شاردافیر د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتی وو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت سخت اعتراض مو ورته څرګند کړ. پرته شک څخه دا د یوې بربنډې مداخلې نمونه ده".
د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون د جمعې په ورځ د افغانستان په سرحد کې د باجوړ د قبایلي سیمې څخه د لیدنې پر مهال یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د سولې ټینګیدل په سیمه کې د ثبات، سوداګرۍ ښه کېدو او اقتصادي ودې په برخه کې مهم وګڼل او ویې ویل، چې د طالبانو سره خبرې به، په افغانستان کې په نژدې راتلوونکې کې د سولې د ټینګیدو سبب شي.
ښاغلي عمران خان وویل " په افغانستان کې به یو ښه حکومت رامنځته شي، داسي یو حکومت چې د ټولو افغانانو استازیتوب به وکړي، جګړه پای ته رسېږي، او په هغه ځای "افغانستان کې" سوله رامنځته کېږي."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، دا جنګ باید یوه ورځ پای ته ورسیږي، خو د افغان حکومت لپاره د نظام دوام لپاره یو اصل دی.
ښاغلي احمدي وویل " افغانستان اساسي قانون لري، مونږ هم د جګړې د پای ته رسیدلو طرفدار یو او دا چې طالبان بالاخره د افغانستان اسلامي جمهوریت له استازو سره مخامخ ډول خبرو ته چمتو شي دا د خلکو اود افغانستان د دولت غوښتنه ده".
د افغانستان د سیاسي چارو یو کارپوه نصرالله ستانکزی هم د صدراعظم عمران د جمعې د ورځې څرګندونې د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاس وهنه ګڼي.
ښاغلي ستانکزي د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې په خبرو کې د پاکستان رول ته په کتنې وايي، چې د صدراعظم عمران خان څرګندونې هم په دغو خبرو کې د پاکستان د رول سره تړاو لري.
ښاغلی ستانکزي وویل "دلته څو ټکي متبارز دي، یو عمران داسې ښيي، چې پاکستان د افغانستان په قضیه کې اصلي بازیګر دی او غواړې د دغو مزکراتو فاتح په اصطلاح پاکستان وګڼي. بله خبره دا ده، چې ممکن د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ په خبرو کې د نوي حکومت پر جوړښت ځینی توافقات رامنځ ته شوي وي او په دې توګه بیا هم پاکستان غواړي، چې ځان مطرح کړي ".
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو دغه استاد وايي، پاکستان یو ډول رواني جګړې لپاره هم دغسې مسلې مطرح کوي.
د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان بیا د عمران دغو څرګندونو په اړه وايي، چې په امریکا کې د سفر پر مهال د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وروستیو څرګندونو ته په پاملرنې، ممکن نړیواله ټولنه په سر کې د امریکا متحده ایالات د وسله والو طالبانو سره د پخلاینې او په یو نظام کې د هغوی د استازو د شاملولو په برخه کې د موقت حکومت د جوړیدلو پر وړاندیز هم غور کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvydy1w6dcta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته