دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۶
د مطلب کود : 181573
ارزګان ولایت کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې شلو زیات وسله وال طالبان وژل شوی
د افغانستان د ځانګړو ځواکونو په پوځي عملياتو کې تر شلو زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ملي امنيت رياست مطبوعاتي دفتر نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه عمليات د ارزګان د مرکز ترينکوټ په مربوطاتو کې شوي دي.
اعلاميه وايي، په عملياتو کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي او د عبدالهادي په نوم يې يو تن نيول شوى دى.
ملي امنيت وايي، د طالبانو يو مرکز، يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
 
https://avapress.com/vdca06n6e49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته