کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان ولایت کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې شلو زیات وسله وال طالبان وژل شوی

25 حوت 1397 ساعت 19:46

د افغانستان د ځانګړو ځواکونو په پوځي عملياتو کې تر شلو زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.



د ملي امنيت رياست مطبوعاتي دفتر نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه عمليات د ارزګان د مرکز ترينکوټ په مربوطاتو کې شوي دي.
اعلاميه وايي، په عملياتو کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي او د عبدالهادي په نوم يې يو تن نيول شوى دى.
ملي امنيت وايي، د طالبانو يو مرکز، يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
 


د مطلب کود: 181573

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181573/ارزګان-ولایت-کې-افغان-ځانګړو-ځواکونو-عملیاتو-شلو-زیات-وسله-وال-طالبان-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com