دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۵۵
د مطلب کود : 181575
کابل ننۍ چاودنه کې نن یو تن وژل شوی
د کابل د امنیې قوماندانۍ چارواکو نن د کابل ښار په میرویس میدان سیمه کې چاودنه تائید کړې او ویلي يې دي چې په دغې چاودنه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد وایي، دغه پیښه نن سهار د کابل ښار په پنځمه ناحیه د کوټه سنګي په سیمه کې شوې ده یو تن یې وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې برید نن سهار ۸:۲۰ بجې په یوه شخصي کرولا ډوله موټر پوري د نښلول شوي بم له امله رامنځته شوی دی.
تردې دمه د پیښې مسولیت چانه دی منلی.
 
https://avapress.com/vdccmsqsp2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته