کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ښوونکو اومسلکي کادري غړو د معاشونو زیاتېدو مقررې مسوده ځانګړې کمېټه ورته جوړه شوه

26 حوت 1397 ساعت 12:48

نوموړې کمېټه، د لوړو زده کړو، عدلیې او مالیې له وزارتونو څخه جوړه شوه، د توازن، تعادل او بودیجوي امکاناتو اصل په نظر کې نیولو سره نوې مقرره د ۱۳۹۷ کال کب میاشتې په ۲۱ مه نېټه وروستۍ شوه.


د ښوونکو فرهنګې کمېټې ټولنې، د ښوونکو اومسلکي کادري غړو د معاشونو زیاتېدو مقررې مسوده، د لوړو زده کړو له وزارت سره په سلا جوړه شوې وه، دا چې نوموړې مقرره په غیر عادلانه او نا متوازنه توګه جوړه شوې وه او بودیجوي امکانات هم په نظر کې نه وو پکې نیول شوي، څه موده وړاندي د مالیې وزارت له لوري رد شوه. له دې کبله چې دا موضع له هره اړخه جدي تر غور لاندي ونیول شي، ځانګړې کمېټه ورته جوړه شوه.
نوموړې کمېټه، د لوړو زده کړو، عدلیې او مالیې له وزارتونو څخه جوړه شوه، د توازن، تعادل او بودیجوي امکاناتو اصل په نظر کې نیولو سره نوې مقرره د ۱۳۹۷ کال کب میاشتې په ۲۱ مه نېټه وروستۍ شوه.
مالیه وزارت، ښاغلو ښوونکو ته ډاډ ورکوي، چې د نوې مقررې پر بنسټ د دوی معاشونه تر اوسنیو هغو ۳۳ سلنه زیات شوي او مقرره به په لنډه موده کې د اجراآ وړ شي.
 


د مطلب کود: 181606

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181606/د-ښوونکو-اومسلکي-کادري-غړو-معاشونو-زیاتېدو-مقررې-مسوده-ځانګړې-کمېټه-ورته-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com