دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 181618
داخله وزارت د ملا عبدالسلام ضعیف کور محاصره رد کړه/ امنیتی ځواکونه ملا طوطی کور محاصره کړی
چارواکې په داخله وزارت کې د ملا عبدالسلام ضعیف( طالبانو یو پخوانۍ غړۍ ) کور محاصره ګزارشونه رد کړی او ویلی چی رسنۍ دا ګزارش په غلطۍ سره خپور کړی دی.

 
نصرت رحیمی د داخله وزارت ویاند دفتر سرپرست د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی هغوی تیره شپه د بګرامی په ولسوالی کې امنیتی ځواکونو پی ګرد لاندی ځمکو غاصبینو نیولو لپاره عملیات ترسره کړی دی.
ښاغلی رحیمی وویل چی رسنۍ ملاطوطی چی د ځمکو غاصبینو څخه دی او امنیتی ځواکونو پیګرد لاندی قرار لری، ملا عبدالسلام عنوان کړی دی.
هغه وویل چی د ملا طوطی نیولو عملیات د بګرامی ولسوالی په مربوطاتو کې چی د ملا عبدالسلام ضعیف کور هم هلته دی، ترسره کړی دی.
د مولوی ضعیف کور موقعیت په بګرامی کې ددی لامل شوی چی رسنۍ ملاطوطی د ملا ضعیف سره غلط کړی.
 
https://avapress.com/vdca66n6a49nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته