دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 181620
امریکا د افغانستان ملی امنیت مشاور لپاره ویزا صادرول دروی
د زلمی خلیلزاد څخه د افغانستان ملی امنیت مشاور نیوکو وروسته، امریکا د حمد الله محب لپاره ویزا نه صادرولو احتمال څخه خبر ورکړ.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محب مخکې افغانستان سفارت کې خبرنګارانو په ټولنه کط ویلی وو چی د ښاغلی خلیلزاد څخه هغه شناخت له امله چی لری یی، مشخص دی چی افغانستان کې هیلی لری. هغه دوه ځلې غوښته چی ریاست جمهوری ټاکنو لپاره نامزد شی...
ځینی کسان زموږ په دولت کې شته چی داسی ارزونه کوی چی احتمالا ټوله دا مذاکرات ددی لپاره دی چی یو موقت دولت رامنځته شی چی هغه وکولای شی نیابت یی په غاړه واخلی.
د اګزمایر واشنګتن لیکنو په اساس، دا خبری کافی وو چی افغانستان ملی امنیت مشاور آمریکا خارجه وزارت ته احضار شی او دا احتمال شتون لری چی حتی امریکایی ښځی درلودلو سره، نور محب ونه شی کولای چی ددی هیواد ویزا ترلاسه کړی.
ددی ګزارش په اساس، شاید د محب دا خبری د دیپلماتیک عرف څخه دباندی وی، خو ځینی رسنۍ دهغه خبری د زلمی خلیلزاد په اړه صحیح بللی دی. خلیلزاد د سپتامبر ۱۱ څخه مخکې د آمریکا په بوستون کې یو تیلو شرکت مشاور وو چی هڅه درلود د طالبانو کنترول لاندی سیمو کې فعالیت وکړی.
هغه په دی هڅو سره غوښته چی طالبانو او امریکا ترمنځ اړیکې عادی کړی او د طالبانو ارشد چارواکو سفر د کلینتون دولت چارواکو سره لیدنې لپاره زمینه برابر کړی.
د حمدالله محب دا نیوکه د زلمی خلیلزاد څخه، افغانستان دننه هم ډیر غبرګونونه پارولی دی. ځینی کارپوهان اشرف غنی دولت او آمریکا ترمنځ رامنځته شوی شخړو نتیجه بولی او وایی چی د طالبانو او امریکا مذاکرات د افغانستان دولت اطلاع نه بغیر او په پوره چوپتیا سره ترسره کیږی.
 
https://avapress.com/vdcdxf0fzyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته