یاد قراردادونه د امریکا نړیوالې پراختیاي ي ادارې په ملاتړ د ۲۰۱۸کال «د سوکالۍ په لوړ: د هند – افغانستان د سوداګرۍ او
پانګونې نندارتون» په لړ کې د لمړنیو خبرو او اترو وروسته لاسلیک شول
د افغانستان روغتیا سکټور کې د شویو پرمختګونو سربیره کیفیت لرونکو ثانوي او تخصصي روغتیای ي خدمتونو ته لاسرسی د
هیواد دننه محدود دی. په پایله کې پراخشمېر افغانان د درملنې لپاره بهرنیو ملکونو ته ځي او هر کال شاوخواه ۲۸۵میلیونه ډالر د
هیواد څخه بهر په درملنې لګوي. د افغانستان دولت د هیواد دننه د روغتیاي ي خدمتونو ودې او د هیواد څخه بهر د درملنې په
موخه د تلو اړتیا لري کولو په موخه سیمهایزې او نړیوالې پانګونې هڅوي.
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر فیروزالدین فیروز د روغتیا سکټور کې د کورني او هندي پانګونو ستاینه وکړه او په دي اړه ی ې وویل
«خصوصي سکټور د افغانستان د روغتیاي ي خدمتونو یوه اساسي برخه جوړوي او روغتیاي ي خدمتونو ته د افغانانو غوښتنو پوره
کولو کې حیاتي رول لوبوي. د افغانستان د روغتیا سکټور متشبثینو او د هندي بنسټونو ترمنځ رامنځته شوې ملګرتیاوي چې نن ی ې
موږ شاهد یو به په هیواد کې د روغتیاي ي خدمتونو نیمګړتیاوي پوره کړي.» ډاکټر فیروز نور نړیوال پانګوونکي او بنسټونه هم راوبلل
ترڅو په افغانستان کې د اړتیا وړ برخو کې پانګونه وکړي.
په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیاي ي ادارې رئیس ښاغلي پیټر ناتيالو په دي اړه وویل «د روغتیا سکټور کې د پانګونې
زیاتیدل یواځې د هیواد د وګړو روغتیا نه ښه کوي، بلکه د کاري فرصتونو رامنځته کولو، په هیواد کې د مهارتونو ودې، او د
پراختیا لپاره د سرچینو زیاتولو له لارې اقتصادي وده چټکه کوي.»
د افغانستان د اقتصاد وزیر ښاغلي مصطفی مستور په هیواد کې د خصوصي سکټور پانګونو لپاره د یو مساعد چاپیریال رامنځته
کولو لپاره خپل ژمنه څرګنده کړه.
دغې غونډې کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، د نورو وزارتونو، د شریکو غاړو او د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی وو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)