دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 181635
افغانی او هندي روغتیاي ي بنسټونه په افغانستان کیفیت لرونکو روغتیاي ي خدمتونو ته لاسرسی پراخوي
نن، د عامې روغتیا وزارت کې درې هندي بنسټونو د یوې افغانې کمپنۍ سره په افغانستان کې د روغتیاي ي خدمتونو د کیفیت ودې په موخه قراردادونه لاسلیک کړل. دغه قراردادونه چې اټکل شوی ارزښت ی ې ۶.۵میلیونو ډالرو ته رسیږي په کابل کې د یو مجهز تشخیصي مرکز، د پوښتورګو د درملنې یو پرمختللي مرکز، او د درملو د تولید یوې فابریکې ودانول رانغاړي.
یاد قراردادونه د امریکا نړیوالې پراختیاي ي ادارې په ملاتړ د  ۲۰۱۸کال «د سوکالۍ په لوړ: د هند – افغانستان د سوداګرۍ او
پانګونې نندارتون» په لړ کې د لمړنیو خبرو او اترو وروسته لاسلیک شول

د افغانستان روغتیا سکټور کې د شویو پرمختګونو سربیره کیفیت لرونکو ثانوي او تخصصي روغتیای ي خدمتونو ته لاسرسی د
هیواد دننه محدود دی. په پایله کې پراخشمېر افغانان د درملنې لپاره بهرنیو ملکونو ته ځي او هر کال شاوخواه ۲۸۵میلیونه ډالر د
هیواد څخه بهر په درملنې لګوي. د افغانستان دولت د هیواد دننه د روغتیاي ي خدمتونو ودې او د هیواد څخه بهر د درملنې په
موخه د تلو اړتیا لري کولو په موخه سیمهایزې او نړیوالې پانګونې هڅوي.
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر فیروزالدین فیروز د روغتیا سکټور کې د کورني او هندي پانګونو ستاینه وکړه او په دي اړه ی ې وویل
«خصوصي سکټور د افغانستان د روغتیاي ي خدمتونو یوه اساسي برخه جوړوي او روغتیاي ي خدمتونو ته د افغانانو غوښتنو پوره
کولو کې حیاتي رول لوبوي. د افغانستان د روغتیا سکټور متشبثینو او د هندي بنسټونو ترمنځ رامنځته شوې ملګرتیاوي چې نن ی ې
موږ شاهد یو به په هیواد کې د روغتیاي ي خدمتونو نیمګړتیاوي پوره کړي.» ډاکټر فیروز نور نړیوال پانګوونکي او بنسټونه هم راوبلل
ترڅو په افغانستان کې د اړتیا وړ برخو کې پانګونه وکړي.
په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیاي ي ادارې رئیس ښاغلي پیټر ناتيالو په دي اړه وویل «د روغتیا سکټور کې د پانګونې
زیاتیدل یواځې د هیواد د وګړو روغتیا نه ښه کوي، بلکه د کاري فرصتونو رامنځته کولو، په هیواد کې د مهارتونو ودې، او د
پراختیا لپاره د سرچینو زیاتولو له لارې اقتصادي وده چټکه کوي.»
د افغانستان د اقتصاد وزیر ښاغلي مصطفی مستور په هیواد کې د خصوصي سکټور پانګونو لپاره د یو مساعد چاپیریال رامنځته
کولو لپاره خپل ژمنه څرګنده کړه.
دغې غونډې کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، د نورو وزارتونو، د شریکو غاړو او د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی وو
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtveviuqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته