دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 181654
د افغانستان او چین تر منځ د اورګاډي له لارې سوداګري
د چین- حیرتان رېل پټلۍ چې له ازبکستان او قزاقستان څخه تېرېږي له دې وړاندې یوازې له چينه افغانستان ته پرې صادرات کېدل. اوس به پرې د لومړي ځل لپاره نژدې ۴۰ کانتینره لوړ بیه ډبرې، غالۍ او وچې میوې د شلو ورځو په شاوخوا کې چين ته ورسېږي.
په بلخ کې د سوداګرۍ او صنایع مشر شیر احمد سپاهي وایي دا به لمړي ځل وي چې د اورګاډي په وسیله افغاني توکي دومره اږد مزل کوي.
هغه وویل "د رېل پټلۍ له لارې چین سره تړلي یوو، له دې سره به د ترانزیت فشار په مونږ باندې کم شي، زمونږ د سوداګرو ۳۵ تر ۴۰ کانتېنره توکي صادرولو ته چمتو دي. د تالک او مرمر ډبرې، قالینې او د افغانستان وچه میوه په کې ده. "
افغانستان ځکه پر دې اورپټلۍ صادرات نشوی کولی چې په بندر کې یې تخنيکي وسایل نه لرل او دغه راز یې له ازبکستان سره د پرمختللو سکن ماشینونو او ګمرکونو په برخه کې ستونزې لرلې.
د بلخ د سوداګرۍ او صنایع مشر وايي، دا ستونزه تاشکند ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له سفر وروسته حل شوه.

د ده په خبره چې افغانستان به د همدې اورپټلۍ له لارې ډېر ژر اسیا او اروپا ته هم صادرات وکړي.
له چین څخه د افغانستان لومړۍ جوپه واردات د حیرتان بندر له لارې د ۲۰۱۶ کال په اګست میاشت کې پیل شول.
تمه کېږي چې د اورپټلۍ له لارې د افغانستان د صادراتو په پیلیدو سره به هر کال چین ته د دې هېواد صادرات له ۲۰ میلیونو ډالرو څخه ۶۰ میلیونو ډالرو ته لوړ شي.
چین د افغانستان لپاره د سوداګرۍ مهم شریک ګڼل کېږي چې د افغانستان د سوداګرۍ خونو د معلوماتو له مخې يې تېر کال افغانستان ته د یو میلیارد او درې سوه میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcam6n6y49nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته