دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 181662
چین ته د افغان تجارانو مالی تبادلاتو سهولت لپاره سیستم رامنځته کیدل
یو چینایی-افغان شرکت چین کې د افغان تجارانو لپاره بانکی تبادلاتو او کالاوو لیږد سهولت لپاره یو سیستم رامنځته کړی دی.

عین الدین نجمان د <<Beijing Min Management>> فناوری او مدیریتی کمپنۍ نمایندګی دفتر رییس په افغانستان کې، افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی ددی سیستم له لاری په څو راتلونکې ورځو کې، افغانستان او چین تجاران د بانکونو له لاری کولای شی خپل مالی تبادلات ترسره کړی.
د هغه په وینا، ددی اپلیکیشن په واسطه چی (ویتنر) نومیږی، تجار کولای شی بیله کوم واسطه او ډیر ژیر خپل پیسی افغانستان څخه چین ته ولیږدوی.
هغه وویل، ددی سیستم څخه ګټه اخیستنه د پولشویی څخه مخنیوی کوی او پیسو لیږد کې ایمنی رامنځته کولو او افغان تجارانو لپاره سهولت رامنځته کوی.
دا په داسی حال کې دی چی همدا اوس افغان تجاران په مشکلاتو سره او څو واسطو څخه مجبور دی خپل پیسی چین ته ولیږدوی.
د ښاغلی نجمان په وینا، دا سیستم د هغه تاجرانو لپاره چی غواړی د چین څخه کالاوی رانیسی، سهولت رامنځته کوی چی په دی برنامه کې د خرڅوونکې، خریدار او تمویل کوونکې مشخصات درج کیږی او قراردادونه به هم امضاء شی.
 
https://avapress.com/vdcjmvev8uqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته