دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 181680
د اماراتو لومړى وزير: د دوبۍ بازارونه د افغانستان د محصولاتو پر مخ پرانيستي دي
د متحده عربي اماراتو لومړى وزير او د دوبۍ امير شېخ محمد بن راشد آل مكتوم وايي، د دوبۍ بازارونه د افغانستان د محصولاتو او توليداتو پر مخ پرانيستي او د سوداګرۍ ښې زمينې هم برابرې شوې دي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، نوموړي دا څرګندونې د يكشنبې په ورځ له غرمې وروسته له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
په دې ليدنه كې دواړه لوري د سوداګريزو او اقتصادي اړيكو پر پراختيا وغږېدل.
بلخوا جمهور رئيس غني وويل، متحده عربي اماراتو ته به د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان د محصولاتو صادرات زيات شي.
د هېواد جمهور رئيس متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ كې پرون د ابوظبۍ له وليعهد شېخ محمد بن زايد آل نهيان سره هم وكتل او دواړو مشرانو د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې په بهير کې د سيمې هېوادونو پر همکارۍ او له دغه بهيره د هغوى د هر اړخيز ملاتړ پر ارزښت ټينګار وکړ.
پر دې سربېره اماراتو ته د جمهور رئيس غني د سفر په مهال د كابل او ابوظبۍ ترمنځ د
فرهنګ، كرنې، انرژۍ، ښوونې او روزنې، كانونو او ورزش په برخو كې د دوه اړخيزو همكاريو شپږ هوكړه ليكونه لاسليك شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjovevyuqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته