کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دانش: هيله ده چې ژر د تاوتريخوالي او جنګونو د پای شاهدان واوسو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 حوت 1397 ساعت 16:32

د ولسمشر دوهم مرستيال وايي، سوله يوه ملي او حياتي موضوع ده چې ټول افغانان يې ټينګېدو ته په تمه دي.



سرور دانش چې نن يې په کابل کې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت يوې غونډې ته خبرې کولې، د افغانستان د سولې په پروسه کې د سيمې او نړۍ د هېوادونو هڅې وستايلې.
ده وویل:
"موږ ټول افغانان د سولې له پيل شوې پروسې ملاتړ کوو او د افغانستان د متحدو دولتونو او هېوادونو چې د افغانستان د سولې لپاره هڅې کوي، مننه کوو، هيله مند يوو چې ژر تر ژره د تاوتريخوالي او جنګونو د ختمېدو شاهدان واوسو."
ښاغلي دانش د افغانستان د سولې په بهير کې د سيمې د هېوادونو د هڅو يادونه په داسې حال کې وکړه چې د کابل او واشنګټن ترمنځ په دې برخه کې د ځينو لانجو راپورونه ورکړل شوي دي.
بل خوا د ملي مشارکت د ګوند مشر ويلي، افغانان داسې سوله غواړي چې د تېرو کلونو په لاسته راوړنو او اساسي حقونو يې معامله ونه شي.

 


د مطلب کود: 181691

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181691/دانش-هيله-ده-چې-ژر-د-تاوتريخوالي-او-جنګونو-پای-شاهدان-واوسو

آوا
  https://www.avapress.com