دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 181691
دانش: هيله ده چې ژر د تاوتريخوالي او جنګونو د پای شاهدان واوسو
د ولسمشر دوهم مرستيال وايي، سوله يوه ملي او حياتي موضوع ده چې ټول افغانان يې ټينګېدو ته په تمه دي.

سرور دانش چې نن يې په کابل کې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت يوې غونډې ته خبرې کولې، د افغانستان د سولې په پروسه کې د سيمې او نړۍ د هېوادونو هڅې وستايلې.
ده وویل:
"موږ ټول افغانان د سولې له پيل شوې پروسې ملاتړ کوو او د افغانستان د متحدو دولتونو او هېوادونو چې د افغانستان د سولې لپاره هڅې کوي، مننه کوو، هيله مند يوو چې ژر تر ژره د تاوتريخوالي او جنګونو د ختمېدو شاهدان واوسو."
ښاغلي دانش د افغانستان د سولې په بهير کې د سيمې د هېوادونو د هڅو يادونه په داسې حال کې وکړه چې د کابل او واشنګټن ترمنځ په دې برخه کې د ځينو لانجو راپورونه ورکړل شوي دي.
بل خوا د ملي مشارکت د ګوند مشر ويلي، افغانان داسې سوله غواړي چې د تېرو کلونو په لاسته راوړنو او اساسي حقونو يې معامله ونه شي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb98b88rhbw0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته