کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بادغیس ولایت کې ۱۳۱ تنه افغان سرتیرو د سختو جګړو وروسته ترکمنستان ته اوښتي دي

27 حوت 1397 ساعت 19:25

د باغیس ځایي چارواکي وایي، پرون یکشنبه د کب میاشتې په ۲۶ مه د دې ولایت د موریچاق په سیمه کې ۱۳۱ افغان سرتیرو د نا امنیو د زیاتیدو له امله خپلې پوستې پریښې دي او د ترکمنستان خاورې ته ور ننوتي دي.



چارواکي زیاتوي چې دغه سر تیري د یوه سرحدي کنډک په اړنده پوستو کې ځای پر ځای وو چې د جګړې د شدت له امله، له خپلو وسلو او تجهیزاتو سره له افغان پولې څخه د ترکمنستان خاورې ته ور اوښتي دي.
د بادغیس د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې دغه سرتیري، د خوندیتوب په موخه د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارتونو په همغږۍ د ترکمنستان خاورې ته ور ننوتي دي.
راپورونه وایي چې له دغو پوستو څخه ۳۱ تنه سرحدي پولیس پرون د سیمې د خلکو په منځګړیتوب د پوستو تر پریښودلو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
 


د مطلب کود: 181709

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181709/بادغیس-ولایت-کې-۱۳۱-تنه-افغان-سرتیرو-د-سختو-جګړو-وروسته-ترکمنستان-ته-اوښتي-دي

آوا
  https://www.avapress.com