کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان له ایرلینده کرکت تست لوبه وګټله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 حوت 1397 ساعت 20:33

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې له ایرلیند ملي لوبډلې سره په تیست لوبه کې تاریخي بریا خپله کړه.



د افغانستان او ایرلیند لوبډلو ترمنځ یوازنۍ تست سیالي پر څلورمه ورځ پای ته ورسیده، چې په کې  رحمت شاه، حشمت شهیدي، اصغر افغان، احسان جنت او راشد په زړه پورې ولوبیدل.
د یادې لوبې پچه ایرلینډ وګټله او ۱۷۷ منډې یې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې رحمت شاه ۹۸، حشمت شهیدي او اصغر افغان په نیمه سلیزو ۳۱۴ منډې جوړې کړې.
ایرلینډ په دوه یمه پاڼۍ کې ۲۸۸ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه، افغانستان ټاکلی هدف د رحمت شاه او احسان جنت په غوره توپوهنه او نیمه سلیزو بشپړ او خپله لومړۍ تاریخي بریا یې ثبت کړه.
له ایرلنډ سره په دې تست لوبه کې راشد خان ارمان، رحمت شاه زرمتي، احسان الله جنت، یمن احمدزي ښه لوبه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی هم رحمت شاه وټاکل شو.
د ایرلیند پر وړاندې د افغانستان په تست لوبډله کې اصغرافغان(لوبډلمشر) محمد شهزاد(ویکت ساتونکی) احسان الله جنت، جاوید احمدي، رحمت شاه، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل(ویکت ساتونکي) محمد نبي، راشدخان، وفادار مومند، یمین احمدزی، شرف الدین اشرف، وقار سلامخېل، ظاهرخان او سید شېرزاد شامل ول.
افغانستان خپله لومړۍ تست لوبه له هند سره کړې؛ خو هغه یې بایللې وه.
د یادونې ده، چې دغه لوبه نن(دوشنبه د کب ۲۷) د هند دهرادون ښار  په راجیو ګاندي کرکت لوبغالي کې د افغانستان په کوربتوب ترسره شوه.
 


د مطلب کود: 181725

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181725/افغانستان-له-ایرلینده-کرکت-تست-لوبه-وګټله

آوا
  https://www.avapress.com