دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۵۳
د مطلب کود : 181729
عربي متحده امارات د افغانستان ټول زعفران اخلي
ولسمشر غني له افغان سوداګرو سره په لیدنه کې په ډاګه کړې؛ د اماراتو له ولیعهد سره په لیدنه کې داسې هوکړې ته رسیدلی، چې په راتلونکي کال کې به د افغانستان ټول زعفران عربي متحده اماراتو ته صادر شي.

افغان زعفران، چې په نړیوال بازار کې ځانګړی ځای لري؛ لدې وروسته به دغه زعفران عربي متحده اماراتو ته لیږل کیږي.
ولسمشر اشرف غني څرګنده کړې؛ په هغه لیدنه کې، چې د ابوظبۍ له ولیعهد شیخ محمد بن آل نهیان سره تر سره شوې؛ هغه ژمنه کړې، چې د افغانستان ټول زعفران عربي متحده امارات پېري.
د کرنې وزارت مسوولین وايي، چې دوی به په راتلونکي کال کې عربي متحده اماراتو ته د زعفرانو د صادرلو زمینه برابره کړي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي؛  دا یوه ښه هڅه ده، چې تر سره شوې ده. مونږ چمتو یو، چې په راروان کال کې ورته د صادراتو زمینه برابره کړو.
له عربي متحده اماراتو سره د افغان زعفرانو د صادراتو په اړه تازه هوکړې د زعفران کروندګر هم هیله من کړي دي.
په وروستیو کلونو کې د زعفرانو کر د هېواد په هرات ولایت کې ښه وده کړې ده.
افغان حکومت هڅه کوي، چې د زعفرانو کر د کوکنارو او نورو نشه يي بوټو د بدیل په توګه دود کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxf0fnyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته