دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۲:۰۲
د مطلب کود : 181732
ولسې جرګې یوې غړې پروین درانۍ د نیول کیدو امر صادر شو
کورنیو چارو وزارت، د کابل پولیسو ته امر کړی چې د ولسې جرګې غړې پروین درانۍ دې د اساسي قانون په رڼا کې و نیوله شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي  رسنیو ته ویلي چې، د کورنیو چارو وزارت د کابل امنیې قوماندانۍ ته امر کړی چې د ولسې جرګې له اجازې پرته دې اغلي درانۍ تر عدلي تعقیب لاندې ونیوله شي ځکه جرم یې ښکاره دی.
په کورنیو چارو وزارت کې امنیتي مسولین وایي، د ۱۰۲ مادي پر بنسټ پولیس پرته له دې چې ولسې جرګه په جریان کې واچوي کولای شي پروین درانۍ ونیسي ځکه چې جرم یې مشهود دی.
د ولسې جرګې غړې پروین درانۍ، پرون یکشنبه د کب په ۲۶ مه له هغه وروسته چې د احمد شاه مسعود په څلور لارې کې  یې، موټر د پولیسو د یوه افسر له لوري ودرول شو، تر څو یې موټر وپلټي او تورې شیشي یې سپینې کړي، هغې په چک پاینټ کې د پولیسو له افسر سره شخړه کړې او دغه افسر یې په څپیړه وهلی.
د دغې صحنې ویډیو چې په رسنیو کې خپره شوې ښيي، چې اغلې درانۍ د ښکنځلو او د پولیسو د یوه افسر د ترټنې تر څنګ هغه په څپیړه وهي.
 
https://avapress.com/vdchxznzi23n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته