دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 181746
دفاع وزارت ومنله چې طالبانو ۵۸ سرحدي سرتېري یرغمل کړي
د افغانستان دفاع وزارت تأیید کړه چې د بادغیس پر بالامرغاب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په حمله کې ۵۸ سرحدي سرتېري طالبانو یرغمل کړي دي.

د دې وزارت ویاند قیس منګل په یوه ویډیویي پیغام کې چې د دې وزارت په ټوېټرپاڼه کې یې ایښي، ویلي چې د دغو سرتېرو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.
ده وویل:
"د بادغیس پر بالامرغاب ولسوالۍ د دښمن د پراخو حملو په نتیجه کې پر دې سربېره چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دښمن ته ډېر تلفات رسولي، په خواشینۍ سره چې دښمن ۵۸ سرحدي سرتېري یرغمل کړي دي."
وسله والو طالبانو درې ورځې مخکې د دې ولسوالۍ پر څو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
د ښاغلي منګل په وینا، شااوخوا ۶۰ سرحدي سرتېري او یو شمېر نور ملکي وګړي چې د طالبانو د حملو وروسته ترکمنستان ته تښتېدلي وو، د تورغندۍ د بندر له لارې بېرته افغانستان ته راستانه شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0sqse2bq4m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته