د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې بدخشان ته د برېښنا رسونې او شیوه بند د جوړولو تفاهم لیک نن له غرمې مخکې لاسلیک شو.
د ۶۳۱ میلیون ډالرو په ارزښت بدخشان ته د برېښنا رسولو او شیوه بند د جوړولو تفاهم لیک لاسلیک شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 حوت 1397 ساعت 13:19
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې بدخشان ته د برېښنا رسونې او شیوه بند د جوړولو تفاهم لیک نن له غرمې مخکې لاسلیک شو.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شو، یاد تفاهملیک د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمد ګل خُلمي، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس انجنیر امان الله غالب او د اغاخان د اقتصادي انکشاف صندوق استازي لاسلیک کړ.
د دغه تفاهم لیک موخه د اغاخان اقتصادي انکشاف صندوق د ۶۳۱ میلیون ډالرو پانګونې په ارزښت د بدخشان خلکو ته د برېښنا تولید دی.
د بدخشان ولایت د برېښنا انرژۍ د اړتیاو رفع کولو په خاطر د دغې پروژې د تړون موده ۳۰ کاله وړاندیز شوې چې په څو پړاوونو کې تطبیقېږي او هر پړاو به یې اوه کاله وخت ونیسي.
د مطلب کود: 181761