دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 181774
امریکا له حمدالله محب سره کار کولو ته لېوالتیا نه‌لري ـ رویټرز
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالات تر دې وروسته نه غواړي د افغانستان د ملی امنیت شورا د سلاکار په توګه له حمدالله محب سره کار وکړي.
رویټرزی خبري اژانس د امریکا په دولت کې د څلورو معتبرو سرچینو له قوله ویلي چې په بهرنیو چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دیوید هیل له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټلیفوني خبرو کې ویلي چې تر دې وروسته ملکي‌ او نظامي امریکايي چارواکي‌ نه غواړي چې له حمدالله محب سره کار ته دوام ورکړي.
په دغه راپور کې د یوه پخواني افغان چارواکي‌ له قوله ویل شوي:" هیل له ولسمشر غني سره اړیکه نیولې، او ورته یې ویلي چې تر دې وروسته په واشنګټن کې له محب څخه هر کلی نه کېږي او متحده ایالات نه غواړي چې له هغه سره په کابل او یا واشنګټن کې همکاري ولري."
همدارنګه دغه پخواني افغان چارواکي ویلي چې، واشنګټن له ښاغلي غني‌ څخه د محب د لیري کولو غوښتنه کړې ده.
تر دامهاله خپله د امریکا حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي او په کابل کې د افغانستان د جمهوري ریاست ویاندویان هم په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.
له حمدالله محب سره د امریکا متحده ایالاتو اړیکې وروسته تر هغه ترینګلې شوې چې ښاغلي محب تېره اونۍ واشنګټن ته په خپل سفر کې له خبریالانو سره خبرو کې وویل، چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره خبرو کې د واک تر لاسه کولو په لټه کې دی.
نوموړي همدارنګه زلمی خلیلزاد د افغانستان حکومت د «څنډې ته کولو» د «مشروعیت اخیستلو» او طالبانو ته په مشروعیت ورکولو تورن کړی و
د محب تر یادو څرګندونو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې هغه یې په دې اړه بهرنیو چارو وزارت ته غوښتي او د خلیلزاد په اړه یې د نوموړي څرګندوني رد کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې ښاغلي محب ته یې ویلي چې خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی دی او پر خلیلزاد حمله د امریکا د بهرنیو چارو پر وزارت حمله ده.
دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د ښاغلي محب تېرو څرګندونو ته په اشارې وویل چې د افغانستان د خارجي سیاست په اړه بحث احساساتي‌ او سلیقوي نه دی.
نوموړي زیاته کړه چې افغانان باید په دې اړه اندېښنه ونه لري چې له امریکا سره زموږ د« افغانستان» اړیکې خرابېږي.
هغه وویل چې د افغانستان ملي ګټو په کتو له نړیوالۍ ټولنې سره زموږ اړیکې له لومړیتوبونو څخه دي او زیاته یې کړه چې افغانستان په داسې ځای کې نه دی چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې خرابې کړي.
عبدالله زیاته کړه چې په دې اړه افغان چارواکي خپلو کې بحثونه وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5f0foyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته