دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 181779
کندهار والي وايي، د روغتونونو چاپيريال بايد وخت پر وخت پاک وساتل سي
دغه څرګندوني د سې شنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په خپل کاري دفتر کي د عېنومېني د ۳۵۰ بستريز روغتون له رئيس، کارکوونکو او ډاکټرانو سره د يوې ليدني پرمهال وکړې.

په پيل کي کندهار والي وويل، موده وړاندي ميرويس حوزوي روغتون ته ولاړی او هلته يې ټولي چاري له نژدې وکتلې، چي په خبره يې په داخله وارډ کي يې يو شمېر ستونزي تر سترګو کېدلې، د هغه په خبره، چي د روغتون د ټولو روغتيايي توکو د ښه ساتلو ترڅنګ د روغتون چاپېريال او ماحول هم بايد وخت پر وخت پاک کړل سي.
دغه راز د عېنومېني د ۳۵۰ بستريز روغتون رئيس ډاکټر عبدالرشيد الکوزي کندهار والي ته د ياد روغتون اړوند معلومات وړاندي کړه او ويې ويل، چي دغه روغتون په ۵۳۰ ميليونه افغانۍ جوړ سوی، د هغه په خبره، چي ۵۴۲ اطاقه لري، ۳۵۰ بستره دئ، خو د اوس لپاره يې يوازي او يوازي ۵۰ بستره فعاله او د پرانيستلو لپاره چمتو دي.
ښاغلي الکوزي له کندهار والي سره د ياد روغتون اړوند يوشمېر ستونزي او غوښتني هم شريکي کړې او له هغه څخه يې د مرستي غوښتنه وکړه.
پرهمدې مهال کندهار والي حيات الله حيات وويل، د ياد روغتون ټولي غوښتني او هغه توکي چي ورته اړتيا ده د يوه ليست په شکل دي ورته په ګوته کړي، څو وروسته يې دی له مرسته کوونکو مؤسساتو او مرکز سره شريکي کړي.
دغه راز ښاغلي حيات د ولايتي ادارې په استازيتوب د عينومېني د ۳۵۰ بستريز روغتون له مسؤلينو سره د هر اړخيزه همکارۍ او مرستي ډاډ څرګند کړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyzaz3t1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته