دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۸
د مطلب کود : 181780
ولسمشر غنی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته کابل کې نا مسؤلو وسله والو څخه وسلې ټولولو امر کړی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د فاع او کورنیو چارو وزارتونو ته امر کړی چې په کابل کې له نا مسولو وسله والو څخه وسلې ټولې کړي.

ولسمشر غني، د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت مسولینو ته، په کابل کې له نامسوله وسله والو څخه د وسلو  ټولولو لپاره درې میاشتې وخت ورکړی چې په دغې موده کې دې ټول نامسول وسله وال بې وسلې شي.
د راپورونو له مخې څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت د وسلې لېږدولو د جواز ټول کارتونه لغوه اعلان کړل او له ټولو وسلو لرونکو یې وغوښتل چې خپلې وسلې کورنیو چارو وزارت او پولیسو ته وسپاري.
کورنیو چارو وزارت په کابل کې د نظم د ټنګښت په خاطر له دفاع، کورنیو چارو وزات او ملي امنیت ریاست له ځواکونو پرته، نورو ټولو هغو کسانو ته چې وسله وال ساتونکې لري خبر داری ورکړ چې د موټرو په باډیو کې دې وسله وال کسان نه کښینوي.
 
https://avapress.com/vdcaa6n6w49na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته