کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته کابل کې نا مسؤلو وسله والو څخه وسلې ټولولو امر کړی

28 حوت 1397 ساعت 17:48

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د فاع او کورنیو چارو وزارتونو ته امر کړی چې په کابل کې له نا مسولو وسله والو څخه وسلې ټولې کړي.



ولسمشر غني، د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت مسولینو ته، په کابل کې له نامسوله وسله والو څخه د وسلو  ټولولو لپاره درې میاشتې وخت ورکړی چې په دغې موده کې دې ټول نامسول وسله وال بې وسلې شي.
د راپورونو له مخې څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت د وسلې لېږدولو د جواز ټول کارتونه لغوه اعلان کړل او له ټولو وسلو لرونکو یې وغوښتل چې خپلې وسلې کورنیو چارو وزارت او پولیسو ته وسپاري.
کورنیو چارو وزارت په کابل کې د نظم د ټنګښت په خاطر له دفاع، کورنیو چارو وزات او ملي امنیت ریاست له ځواکونو پرته، نورو ټولو هغو کسانو ته چې وسله وال ساتونکې لري خبر داری ورکړ چې د موټرو په باډیو کې دې وسله وال کسان نه کښینوي.
 


د مطلب کود: 181780

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181780/ولسمشر-غنی-دفاع-او-کورنیو-چارو-وزارتونو-ته-کابل-کې-نا-مسؤلو-وسله-والو-څخه-وسلې-ټولولو-امر-کړی

آوا
  https://www.avapress.com